د “مېزان” او “الاسلام” کتابونه پر يوه موضوع او په يو ډول بحث کوي، البته د دواړو تر منځ توپير په دې کې دی چې الاسلام په لنډه او اجمالي بڼه هغه موضوعات بيانوي چې په “مېزان” کې پرې تفصيلي او له دلايلو سره بحثونه شوي دي. خو د اسلام د يوې لنډې او ساده پېژندنې په هدف په الاسلام کې يوازي د مسايلو پر ساده بيان بسنه شوې ده. که څوک غواړي په لنډو کې د اسلام د عقايدو، اعمالو، ټولنيزو لارښوونو او ټولنيز نظم په اړه وپوهېږي نو دا هر څه په الاسلام کې په روانه، ساده او خوږه ژبه کې بيان شوي دي.
الاسلام
/ پښتو, کتابونه / By Al-Mawrid Afghanistan