ما چي دین په کوم ډول درک کړی، په هغه کي لاندي درې شیان د بنسټیزو اصولو حیثیت لري:
لومړی دا چي قران کریم د حق وباطل لپاره مېزان، فرقان او د هر ډول وحې مُهَیمِن دی. د دې لپاره نازل شوی چي د دین او شریعت په چاره کي د خلکو تر منځ د هر ډول اختلافاتو په اړه پرېکړه وکړي او په نتېجه کي یې هغوی پر کره حق ودرېږی. قران کریم د ځان د غه حیثیت پخپله بیان کړی دی، نو پر همدې اساس چي باید کوم څه د هغه په اړه د اصولو په توګه ومنل شي، هغه دا دي:
لومړی: د قرانکریم متن په بشپړ ډول مشخص شوی چي په مصحف کي ثبت او د مغرب له څو سیمو پرته یې د نړۍ د مسلمانانو غوڅ اکثریت همدا اوس تلاوت کوي او تلاوت یې د هغه قرأت پر اساس دی چي عامه قرأت یې بولي. له دې پرته بل قرأت نه قران دی او نه د قران په توګه وړاندي کېدای شي.
دویم: د قرانکریم دلالت یقیني دی. په دې مانا چي که یو انسان د هغه لارښوونه ومني، نو په پوره باور به یې د خپل نزول هدف او مدعا ته ورسوي. دا یوازي د کمې پوهي او کم تدبیر نتېجه ده چي له کبله یې ځیني وختونه انسان په درک کي پاته راځي. د قران کریم له ژبې او د بیان له اسلوب سره هیڅ تړاو نه لري. هغه هیڅکله د خپل هدف په بیانولو کي پاته نه راځي.
درېیم: د قران کریم هغه ټول آیتونه محکم دي چي له هدایت سره تړاو لري او متشابهات یوازي هغه آیتونه دي چي د اخرت کوم نعمت او یا عذاب یې د تمثیل او تشبیه په ډول بیان کړی وي، یا د خدای د صفاتو، کړنو او زموږ له مشاهدې ورهاخوا د هاغي بلې نړۍ کومه خبره په تمثیلي اسلوب بیان شوې وي. دغه ډول آیتونه نه مجهول دي او نه یې په مفهوم کي کوم ابهام شته. الفاظ یې هم د څرګندي عربي دي او موږ یې په مانا هم له څه تردد پرته پوهېږو. مګر حقیقت یې په دې دنیا کي نه شو درک کولای، خو څرنګه چي یې درک او نه درک د قران کریم له فهم سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه یې نو موږ تعقیبوو هم نه.
څلورم: له قران کریم څخه دباندي هیڅ پټه او ښکاره وحې، ان د خدای هغه رسول هم د ده په حکم کي کوم ترمیم او تغییر نه شی کولای چي دا قران پرې نازل شوی دی. په دین کي د هر څه د رد او قبول پرېکړه د هغه د څرګندو آیتونو په رڼا کي کېږي. د ایمان او عقیدې هر بحث له ده پیلېږي او پر ده پای ته رسېږي، هره وحې، هر الهام، هره القا، هر تحقیق او هره رایه د هغه تابع ده. پر ابو حنیفه، شافعي، بخاري، مسلم، اشعري، ماتریدي، جنید او شبلي ټولو د ده حکومت دی او د هغه پر خلاف د دوی هیڅ شی هم منل کېدای نه شي.
دویم دا چي سنت د ابراهیمي دین هغه تګلاره ده چي رسول الله تر تجدید، سمون او ځینو زیاتونو وروسته خپلو پیروانو ته د دین په توګه پرېيښې ده. رسول الله ته-په قرانکریم کي د ابراهیمي ملت د پیروي امر شوی دی. دا تګلاره یې هم برخه ده. د ثبوت له مخې د هغې او قران کریم تر منځ هیڅ توپیر نه شته. قران کریم د صحابه وو په اجماع او قولي تواتر رارسېدلی او سنت هم د دوی د عملي تواتر او اجماع له لاري راسېدلي دي او د قران کریم په څېر په هر وخت کي د مسلمانانو په اجماع ثابتېږي. په همدې وجه یې په اړه اختلاف او بحث ته اړتیا نه پاتېږي.
درېیم دا چي دین یوازي قرانکریم او سنت دی. له دې پرته نه هیڅ شی دین دی او نه دین بلل کېدای شي. د رسول الله د قول، فعل، تايید او تقریر هغه آحاد خبرونه چي په عمومي ډول حدیث بلل کېږي، په دې سره نه په دین کي هیڅ عقیده او عمل نه شي زیاتېدای. په هغو کي چي د دین په اړه کوم شیان بیانېږي، هغه په حقیقت کي له قران کریم او سنت سره د تړلي همدي دین تشریح، بیان او عمل په ډګر کي د رسول الله د اسوه حسنه بیان دی. احادیث تر همدې ځایه محدود دي. د دین په توګه له دې دایرې بهر نه کوم شی حدیث دی او نه یوازي د حدیث پر بنسټ منل کېدای شي. خو په دې دایره کي دننه حدیث پر هر هغه چا حجت دی چي له صحت څخه تر ډاډه کېدو وروسته یې د رسول الله د وینا، کړنې، تایيد او تقریر په توګه مني چي بیا باید ورڅخه سرغړونه ونه کړي، بلکي اړینه ده چي که په هغه کي د ده کوم حکم یا پرېکړه بیان شوې وي، نو په وړاندي یې د تسليمېدو سر ټیټ کړي.
( ۲۰۱۰ )
يادونه: دا مقاله د جاويد احمد غامدي صيب له مقامات کتاب څخه را اخیستل شوې ده.