د قرآن موضوع

یو عام لوستونکی هم په ډېره اسانۍ په دې پوهېږي چي موضوع یې هغه حقایق دي چي د هغو له منلو او په غوښتنو یې د عمل له کولو سره د انسان ابدي نجات تړلی دی. قران همدا حقایق د انساني نفس، چاپیریال او تاریخ په دلایلو ثابتوي، انسان یې منلو ته رابولي، د نه منلو له پایلو یې خبروي او د دې حقایقو غوښتنې تشریح کوي چي له دې پرته پر بل څه بحث نه کوي. په دې کي هم شک نه شته چي (که) قران د خپل دریځ د سپیناوي لپاره د طبیعي نړۍ په اړه کوم څه وايي نو هغه هیڅکله د حقیقت خلاف نه شي کېدای، مګر د دې نړۍ په اړه چي انساني عقل کوم علوم او فنون موندلي او په راتلونکي کي به یې هم کشف کړي، نو قران کریم پر هغو بحث نه کوي. دغه ډول کوم شی یې له سره د بحث موضوع نه ده.

مګر د افسوس ځای دا دی چـي د دې امت په تاریخ کي بیـا-بیـا خلک په اصلي بڼه د دې کتاب منلو ته نه دي چمتو شوي. ځکه یې نو لومړی دا خبره دود کړه چي دا خو د خدای کتاب دی، له همدې امله باید د نړۍ ټول علوم او فنون حتما پکښې وي. تر دې وروسته یې د خپلې دې دعوې د ثابتولو لپاره دا هڅه پیل کړه چي په څه ډول د دې علومو او فنونو مأخذ د قران په ایتونو کي پیدا کړي. پر همدې اساس یې د ژبې، بیان او د کلامي جوړښت هر دلالت ته له پام پرته ځیني وختونه د یوناني فلسفې اوهام ورباندي ثابت کړل، کله د ځانګړي وخت د ساینسي مالوماتو په اړه دعوه وشوه چي دا په حقیقت کي د قران له فلاني او فلاني څخه اخیستل شوي، کله بیا د طب، ستور پوهنې او فلکیاتو ځیني باورونه ورڅخه ترلاسه کړای شول او ځیني وختونه ورڅخه د اټم بم جوړولو او سپوږمۍ ته د تللو یادونه ورڅخه وایستل شوه.

خلکو دا هرڅه خوارۍ د دې لپاره وکښې چي د دې کتاب په اړه يې بیخي ناسم تصور خپل کړ. دوی په دې ونه پوهېدل چي د نړۍ رب تر دې کتاب وړاندي انسان ته عقل ورکړی دی. لکه څرنګه چي دا کتاب د خدای پېرزوینه ده، همدغسي عقل هم د هغه نعمت دی، په کومو چارو چي د هغه لپاره د عقل لارښوونه کافي ده، له هغو سره د اکتاب هیڅ اړه نه لري او دا کتاب چي پر کومو مسایلو بحث کوي، د هغو په اړه که عقل خپل وجود له یاده ونه باسي، نو د هغه له لارښونې هیڅکه بې نیازه کېدای نه شي.

دا یوازي د قران کریم کیسه نه ده، رسول الله د ځان په اړه هم خپلو پیروانو ته دا حقیقت په ډېرو ښکاره ټکو بیان کړی دی. د عایشې رض روایت دی چي رسول الله خلک د خورما د ونو پر پیوند کولو ولیدل، نو هغوی ته یې وویل: دا مه کوئ همداسي سيي دي، په دې کال هغوی ونې پيوند نه کړې چي له امله یې میوې کمې سوې، خلکو یې هغه ته یادونه وکړه، نو ده وویل: تاسو په دې ډول چارو تر ما ښه پوهېږئ. زه د دې لپاره راغلی یم چي د خدای دین درته بیان کړم، ما ته یوازي په همدې برخه کي رجوع کوئ.*

که موږ غواړو چي له قران کریم څخه واقعي هدایت تر لاسه کړو نو اړینه ده چي هغه ته یوازي په دیني حقایقو او مسایلو د پوهېدو لپاره رجوع وکړو. د خپل خوب لپاره د کټ جوړولو او زهره ومریخ ته د خپل اواز د رسولو لپاره باید له خدای راکړي عقله کار واخلو. دا یو حقیقت دی چي هغه هیڅکه انسان د خپل صلاحیت په دایره کي ناهیلی کړی نه دی.

قران کریم د دې لارښوونې لپاره نازل شوی چي موږ په دې دنیا کي د خپل رب رضا د کومو شیانو په منلو او کوم شیانو په عملي کولو ترلاسه کولای شو. موږ باید د هغه په ایاتونو کي د خپلې خوښې د مضمون لوستلو پر ځای د ځان خواهشات د هغه پیروي ته اړباسو. الله تعالی په قران کریم کي ځای پر ځای دا خبره واضحه کړې چي له دې کتاب څخه د هدایت ترلاسه کولو لومړنی شرط همدا دی. ممکن یو څوک دا غوښتنه ولري چي د نړۍ ټول علوم او فنون په همدې یوه کتاب کي وویني، مګر د هغه خواهش دا حقیقت نه شي بدلولای چي په دې کتاب کي یوازي د هغه علم بیان دی چي د انسان د ابدي نجات لپاره اړین دی.

( ۱۹۸۷ )

يادونه: دا مقاله د جاويد احمد غامدي صيب له مقامات کتاب څخه را اخيستل شوې ده.


*  (مسلم، شمېره: ۶۱۲۶ – ۱۶۲۸)