د سړو نړيواله ورځ

پوښتونکی: لطفا دا راته وواياست چې په تېرو ورځو کې د نارينه وو نړيواله ورځ ولمانځل شوه بلکې هر کال لمانځل کېږي خو په زياته کچه مقبوليت نه لري او خلګ هم ورته ډېره پاملرنه نه کوي. کوم خلګ چې د دې موضوع په اړه مطالعه کوي، هغوی وايي چې له ښځو سره چې کوم څه شوي دي او د هغوی د حقوقو په وړاندي ستونزې او پر دوی شوي تېري په نړيواله توګه درک شوي او پام ورته شوی دی خو نارينه چې په خپل روان کې له کومو ستونزو سره مخ دی او کوم احساسات لري، هغه نه يوازي دا چې په نړيواله توګه درک کېږي نه، بلکې کله چې پر دا ډول موضوعاتو بحث هم کېږي، نو دا خبره کېږي چې دا نارينه سالاري ده. ستاسو په اند د اعتدال لاره کومه ده؟ ايا د نارينه وو حقوق، د هغوی نړيواله ورځ، د هغو د رواني حالت تسکين، احساساتو ته يې درنښت او په ټولنه کې چې کومه ونډه لري، پر هغه اعتراف د يوې ښې روغې ټولنې لپاره اړين دي؟

جاويد احمد غامدي: ښځې، نارينه، ماشومان او د زاړه عمر خلګ، ټول د خپل شخصيت له وجې د همدې پاملرنې وړ دي. ځيني وختونه داسي کېږي چې له يوې طبقې سره په رښتيا هم ظلم کېږي او د دې ظلم له وجې يو غبرګون را پيدا کېږي. دا غبرګون تاسو په تېرو دوو او دوه نيم سوو کلونو کې ليدلی دی چې ايزم را پيدا کوي. ما په دې اړه په تبصره کولو ويلي وو چې دا تل بنسټپالي تمايلات را پيدا کوي.

له موږ سره د الله دين شته دی او په لومړۍ مرحله کې يې راته د الله هغه هدايت را رسولی دی چې هر شي ته پکې يو متوازن ځای ورکړل شوی دی لکه دا چې نارينه څه حيثيت لري؟ د دوی ونډه څه ده؟ د هغوی لپاره بايد موږ کوم جذبات ولرو؟ د هغوی مسئوليتونه څه دي؟ حقوق يې څه دي؟ همدا راز دا بيان شوي دي چې د ښځو رواني حالت څرنګه دی؟ حيثيت يې څه دی؟ د هغوی مسئوليتونه څه دي؟ فطرت ورته کوم مسئوليت ورکوي؟ او همدې ته په پام بايد زموږ چلند له هغوی سره څه ډول وي؟ دا شيان هم د الله په کتاب کې د الله پيغمبر واضح کړي دي. د ماشومانو په تړاو، د زړو خلګو په تړاو هم دا وضاحت شته دی او تاسو ته مالومه ده چې پر مور او پلار د زړو خلګو په توګه په قرآن او احاديثو کې په تفصيل سره بحث شوی دی. خپلمنځي اړيکې، همدا راز څه چې موږ  ګټو او په دې کې د چا څومره برخه ده؟ او دا چې زموږ تر مړينې وروسته به معاملات څرنګه وي؟ دا ټولې لارښوونې ځکه شوې دي چې انسان په دغسي عدم توازن کې ښکېل نه شي.

که له دنيوي اړخه ورته وکتل شي نو دا ښه خبره ده، چې د ښځو د حقوقو په اړه ږغ پورته شوی دی او يا هم اوس خلګ د نارينه وو د حقوقو په اړه بحث کوي، د دې ستاينه په کار ده مګر بغير هدی و لا کتاب منير نه يو، بلکې له موږ سره د الله کتاب دی او که تاسو خپل احساسات يوه پلو ته کړئ او د الله کتاب ولولئ او په دې ځان وپوهوئ چې الله موږ ته څه لارښوونه کړې ده، نو زما په اند موږ نه کوم ايزم ته اړتيا لرو او نه هم داسي کوم کمپاين ته. يوازي دومره بسنه کوي چې خلګو ته د سم دين بلنه ورکړل شي او د دين سم علم ورکړل شي. موږ خو په ټول ژوند کې دا اړتيا نه ده احساس کړې  چې د يو مېړه په توګه، يا هم د پلار په توګه او نه هم له قريبانو او خپلوانو سره د اړيکې په برخه کې بل چا ته وګورو او نه به هم ان شاء الله په راتلونکې کې پېښه شي دا ځکه چې د الله کتاب له موږ سره دی او په دې کتاب کې چې کوم نور دی، کوم هدايت او رڼا ده پکې، هغه څه ده؟ ايا هغه کوم جذباتي شی دی؟ هغه همدا رڼا او همدا نور دی چې موږ ته د ژوند سم  توازن را ښيي، د هر شي ارزښت ښيي، هر شی پر خپل ځای ږدي.

همدا څه  زموږ خالق داسي بيان کړي دي چې ما دا عالم او دا کاينات پيدا کړي دي او په دې کې مې يو ميزان را پيدا کړی دی او تاسو ته مې هدايت دادی چې الا تطغوا فی الميزان يعني تاسو هم د الله په دې توازن کې خرابي مه پيدا کوئ. همدا لارښوونې دي، که يې تاسو خپل مخ ته کښېږدئ، نو په دې کې بيا دا شک نه شته چې تاسو به تېروتنه کوئ، مګر کله چې خلګ دا لارښوونې له پامه غورځوي او له بغير هدی و لا کتاب منير ژوند کوي، نو په دې کې بيا هغه عدم  توازن را پيدا کېږي چې ښځې ترې شکايتونه کوي او تاسو وليدل چې د فيمينيزم غورځنګ هم له همدې وجې را پیدا شو او له همدې عدم  توازن څخه نارينه هم شکايت کوي او په ډېرو ځايونو کې يې شکايت سم هم وي. دلته دوې طريقې دي، يوه دا ده چې مختلفې انتهاوې غوره کړئ او کوم ډيالکټيک چې دی له هغو څخه يو امتزاج را پيدا کړئ او د سموالي او تېروتنې چې کومه تګلاره ده په همدې کې خپل وخت ضايع کړئ. يوه بله لار داده چې د الله کتاب ته رجوع وکړئ، د هغه لارښوونه ومنئ، له هغه څخه نور او هدايت واخلئ، تر دې وروسته نو بل شي ته د کتنې هيڅ اړتيا نه پيدا کېږي.