خدای تعالی د انسان له پیدایښت سره سم په هغه کي دوه شیان ځای پر ځای کړل؛ یو دا احساس چي یو پیدا کوونکی مالک لري او بل دا احساس چي کوم عمل ښه او کوم بد دی. پر دې سربېره خدای پاک په انسان کي ډېر نور استعدادونه هم پیدا کړي دي چي که کار پر وشي نو یو څه موده وروسته د انسان په علم او عمل کي څرګندېږي. پورتني احساسات هم دې ته ورته دي.
همدا اصلي دین دی چي خدای له پیدایښت سره سم په انسان کي پيدا کړ. په عین حال کي خدای ځیني انسانان د خپل پیغام رسولو لپاره غوره کړل او انسانانو ته یې له دې لارښوونې سره ورولېږل چي هغوی ته زما پیغام ورسوئ. همدغه ډول کسان د نبي او رسول په نوم یادېږي. دوی له خپل راتګ سره سم د انسان په فطرت کي د نغښتي دین ټول باورونه او اصول په څرګند ډول بیان کړل.
دا لړۍ له لومړني انسان ادم علیه السلام څخه پیل او پر محمد صلی الله علیه وسلم پای ته ورسېده. خدای ویلي چي دی د دې لړۍ وروستی کس وو، تر ده وروسته به هیڅ نبي یا رسول رانه شي. ځکه نو نور دین یوازي له ده څخه تر لاسه کېدای شي او رښتنی دین هغه دی چي دی یې یا په خپله خوله د خدای وبولي، یا یې د دین په توګه عملي کړي او یا د ده په مخ کي د دین په ډول تر سره شي خو دی یې مخه ونه نیسي.
له محمد صلی الله علیه وسلم څخه دا دین د هغه په ژوند کي په زرګونو خلکو زده او د ده په مخ کي عملي کړ. ورپسې په لکونو نورو خلکو له همدې زده کوونکو څخه زده او عملي کړ چي دا لړۍ هیڅ وخت شلېدلې نه ده. د ده د پیروانو هر نسل دا دین په خپله زده کړ، په ژبه او قلم یې نورو ته وروښود او د عمل له لاري یې نورو ته هم انتقال کړ چي اوس تر موږ پوري رارسېدلی او موږ په پوره باور سره ویلای شو چي دا عین په هماغه ډول تر موږ پوري رارسېدلی دی، لکه څرنګه چي محمد صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کي د الهي رسول په توګه د ده منوونکو ته سپارلی وو.
زموږ د دې باور وجه دا ده چي په هر نسل کي د ده د منوونکو دومره لوی شمېر په مختلفو سیمو کي د خولې، قلم او عمل له لاري نورو ته رسولی چي پر دروغو د هغوی د راټولېدو او یا تېروتنې فکر هم نه شي کېدای او دې ته د علم په ژبه اجماع او تواتر ویل کېږي.
ټول هوښیاران په دې پوهېږي چي کومه خبره په دې طریقه له یوه نسل څخه بل نسل ته ورسېږي، هغه یقيني وي او دا موږ ته په دوو بڼو رسېدلی:
یو قران او بل سنت.
قران هغه کتاب دی چي مسلمانان یې(هم) قران بولي. خدای دا کتاب د خپلې یوې فرشتې جبریل علیه السلام په وسیله د محمد صلی الله وسلم پر زړه نازل کړ، دا کتاب چي په کومو الفاظ او په کوم شکل نازل شوی وو، رسول الله په هماغه ډول او هماغو الفاظو بیا-بیا خلکو ته واوراوه. د ده منونکو له ده څخه په اورېدو یاد کړ او د چا چي لیکل زده وو هغوی په لیکلې بڼه له ځان سره وساتی. دا په زرګونو کسان ول، په دوی کي چا یو، چا دوه، چا درې یا لس او ځينو بیا مکمل قران یاد او یا له ځان سره په لیکلې بڼه خوندي کړ. وروستنیو هم له دې تګلارې کار واخیست او د مسلمانانو هر نسل همداسي کول. اوس هم په هره کورنۍ کي شته او د نړۍ په لکونو انسانان یې دا مهال هم له لومړي حرف څخه تر وروستي حرف پوري له خپلې حافظې تلاوت کولای شي. د همدې تګلارې نتېجه دا ده چي د خلکو له زرګونو هڅو سره-سره په هغه کي نه پخوا کوم بدلون راغلی او نه اوس پکښي راتلای شي. ځکه نو دا بیخي باوري ده چي دا مهال کوم قران زموږ په لاسونو کي دی، دا ټکي په ټکي هماغه دی چي محمد صلی الله علیه وسلم خپلو منونکو ته پرېیښی وو.
د سنتو کیسه همداسي ده،(ځکه) محمد صلی الله علیه وسلم چي په کوم قوم کي وزېږېدی، د هغوئ ټول خلک د ابراهیم علیه السلام اولاده وه، خدای ده ته امر وکړ چي د ابراهیم علیه السلام د تګلاري پیروي وکړه. د دې تګلاري ځيني شیان هماغسي پاته وو لکه ابراهیم علیه السلام چي خپل اولاد ته خوشي کړي وو، خو ځیني له منځه تللي او په ځينو کي بدلون راغلی وو.
محمد صلی الله علیه وسلم هغه راژوندي کړل، په کومو کي چي لاس وهل شوی وو، هغه یې اصلاح کړل، د خدای په امر یې زیاتونه ورباندي وکړه او بیا یې خپلو پیروانو ته امر وکړ چي په همدې عمل وکړي.
همدغه ډول ټول شیان د رسول الله سنت بلل کېږي. په دې کي ډېری یې تر قران وړاندي شیان دي چي عرب ورسره اشنا وو، له همدې وجي یې قران په داسي ډول یادوي لکه دوی چي ورسره بلد وي، هیڅ ډول پېژندنې او تفصیل ته یې اړتیا نه درلوده.
موږ ته عیني په هماغه ډول رارسېدلي لکه قران چي رارسېدلی دی. د مسلمانانو هر نسل له مخکینيو واخیستل، عمل یې پرې وکړ او راتلونکو ته یې ورسول. د رسول الله له وخته تر ننه دا لړۍ همداسي دوام لري، ځکه نو سنت هم باوري دي، د ثبوت له مخې د سنت او قران تر منځ هیڅ توپیر نه شته.
( ۲۰۱۵ )
يادونه: دا مقاله د جاويد احمد غامدي صيب له مقامات کتاب څخه را اخيستل شوې ده.