دين د الله هغه هدايت دی چي اول يې د انسان په فطرت کي ځای پر ځای کړی او تر هغه وروسته يې له ټولو ضروري تفصيلاتو سره انسانانو ته د خپلو رسولانو په واسطه رسولی دی. د دې سلسلې اخيري پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم دی، له همدې وجې نور د دين يوازينی ماخذ د رسول الله لوړ شخصيت دی او اوس هماغه شی دين دی چي رسول الله په خپل قول، فعل، تقرير او تصويب [1] دين بللی وي.
له رسول الله څخه دا دين د ده د صحابه وو په اجماع [2] او قولي و عملي تواتر [3] را نقل شو چي تر موږ پوري په دې دوو شکلونو را رسېدلی دی:
۱ ) قرآن کريم
۲ ) سنت
قرآن کريم هغه کتاب دی چي الله پر خپل اخيري پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی او له خپل نزول څخه وروسته تر ننه د مسلمانانو په منځ کي د هغوی له خوا په دې صراحت سره موجود دی چي همدا کتاب پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی وو او د ده صحابه وو په خپله اجماع او قولي تواتر له پوره ساتنې سره بې له هر ډول بدلېدو دنيا ته رسولی دی.
سنت د ابراهيمي دين هغه سلسله ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم تر نوي والي او اصلاح وروسته [4] او په هغې کي له يو څه زياتونو سره خپلو پيروانو ته د دين په ډول ور پرېيښي دي.
د هغه او قرآن ثبوت يو رقم دی، څرنګه چي قرآن کريم د صحابه وو په اجماع او قولي تواتر را رسېدلی سنت هم هغسي د دوی په اجماع او عملي تواتر را رسېدلي دي او د قرآن په شان هر وخت د مسلمانانو په اجماع ثابتېږي.
که د دې دين حقيقت په يوه لفظ کي بيان شي نو د قرآن په وينا د الله عبادت دی چي معنا يې ده عاجزي او خاکساري، که له دې شي سره د الله سمه پېژنذنه يو ځای شي نو له ډېري مينې او ويري سره د الله په مخ کي تر اخيري اندازې د سر ټيټولو شکل غوره کوي چي دا په حقيقت کي يو باطني حالت دی. پر الله توکل، هغه ته تسليمېدل او رضا د دې حالت باطني شکلونه دي. د انسان په ظاهري وجود کي دا شيان د عبادت په شکل يعني رکوع، سجده، حمد و تسبيح، دعا، زاريو او نذر په شکل ښکاره کېږي. څرنګه چي انسان په دې دنيا کي خپل يو وجود لري په همدې وجه دا له خپل ظهور څخه مخته ځي او د انسان له دې عملي وجود سره تعلق پيدا کوي چي له عبادت سره اطاعت هم يو ځای کېږي او په دې وخت کي له انسان څخه غواړي چي په ظاهر او باطن دواړو کي د خدای بندګي وکړي.
د الله او بنده تر منځ د عبد او معبود د دې تعلق لپاره چي کله دا عبادت خپل اساسات ټاکي، مراسم معلوموي او په دنيا کي د دې تعلق د غوښتنو پوره کولو لپاره حدود او قيود ټاکي نو د قرآن په ژبه ور څخه په دين تعبير کېږي. الله چي د خپلو رسولانو په واسطه انسانانو ته د دې کوم شکل بيان کړی قرآن هغه دين الحق بولي او په دې باره کي ورته هدايت کوي چي هغه په سمه طريقه او خپل ټول ژوند کي عملي کړي او هيڅ اختلاف پکي ونه کړي.
د خدای په دې دين کي چي د همدې عبادت لپاره د ایمان او اخلاقو کوم اساسات بيان شوي قرآن هغه الحکمت او مراسم و طريقې يې الکتاب بولي. د دې لپاره يو بل لفظ شريعت هم دی او هغه معنا لري چي موږ يې د قانون په لفظ بيانوو.
الحکمت همېشه يو دی مګر شريعت په انساني تمدن کي د بدليدو او تغير له وجې هميشه مختلف پاتي شوی، د اسماني کتابونو له مطالعې معلومېږي چي په تورات کي تر ډېره شريعت او په انجيل کي حکمت بيان شوی دی. زبور د همدې حکمت لپاره د الله د لويوالي راز دی او قرآن د دې دواړو لپاره د یوه جامع کتاب او وېروونکي او زيري ورکوونکې صحيفې په ډول نازل شوی دی.
د الحکمت لفظ چي د کومو مسايلو لپاره انتخاب شوی هغه په عمومي ډول دوه قسمه دي يو د ايمان مسايل او بل د اخلاقو.
په الکتاب کي چي کوم مسايل بيان شوي هغه دادي:
۱ ) د عباداتو قانون ۲ ) د ټولنې قانون ۳ ) د سياست قانون ۴ ) مالي قانون ۵ ) د دعوت قانون ۶ ) د جهاد قانون ۷ ) حدود او تعزيرات ۸ ) خوراک او څښاک ۹ ) مراسم او اداب ۱۰ ) قسم او د هغه کفاره
همدا ټول دين دی او د خدای کوم پيغمبر چي له دې دين سره راغلی هغه ته نبي ويل کېږي، له قرآن څخه ښکاري چي په دوی کي ځينو له نبوت سره د رسالت وظيفه هم درلوده.
نبوت دادی چي په انسانانو کي يو چا ته د خدای له خوا وحې وشي، دی یې خلګو ته بيان کړي، منونکو ته يې په قيامت کي د ښه انجام خبر ورکړي او نه منونکي يې له بد انجام څخه ووېروي، قرآن همدې ته انذار او بشارت وايي.
رسالت دادی چي يو نبي د خپل قوم لپاره د خدای د داسي قضا په ډول راشي چي که يې هغوی دروغجن وبولي نو د دوی په اړه به په همدې دنيا کي د خدای فيصله پرې نافذېږي او حق به عملا غلبه پيدا کوي.
د دې شکل داسي وي چي الله تعالی خپل رسولان د جزا او سزا د ښودلو لپاره انتخابوي او بيا تر قيامت وړاندي د دوی په وسېله په همدې دنيا کي يو وړوکی قيامت راولي، دوی ته ويل کېږي چي که له خدای سره پر خپله کړې وعده به ټينګ پاتي شي نو جزا به يې ورکړي او که مخالفت وکړي نو په همدې دنيا کي به يې سزا وويني. نتيجه يې دا وي چي د هغوی وجود د خلګو لپاره د خدای يوه نښه ګرزي او ګواکي خدای له دوی سره پر ځمکه ګرزي را ګرزي او د عدالت په کولو يې څاري. له دې سره يو ځای هغوی ته امر کېږي چي دوی کوم حق په خپلو سترګو ليدلی د هغه تبليغ وکړي او د الله هدايت له څه کمبوت او زيادت پرته په مکمل باور سره خلګو ته ورسوي. قرآن همدې ته شهادت وايي، دا شهادت چي کله پوره کېږي نو په دنيا او اخرت دواړو کي د الله تعالی د فيصلې بنياد ګرزي. الله دې رسولانو ته غلبه ورکوي او پر نه منونکو يې خپل عذاب نازلوي.
د شهادت دا مسئوليت پر رسولانو سربيره د ابراهيم عليه السلام اولادې ته هم ورکول شوی، قرآن له همدې وجې دوی د خدای د رسول او خپلو بندګانو تر منځ يو درميانه تنظيم بللی او ويلي يې دي چي دوی د دې مسئوليت لپاره داسي انتخاب شوي دي لکه څرنګه چي الله په انسانانو کي ځیني کسان د نبوت او رسالت لپاره انتخابوي.
الله عموما خپلو نبیانو او رسولانو ته کتابونه هم ورکړي دي، په قرآن کي د هغو د نازليدو مقصد دا بيان شوی چي د حق او باطل تر منځ يو ميزان شي چي د هغو په واسطه خلګ د خپلو اختلافاتو فيصله وکړي او د حق په معامله کي انصاف عملي کړي.
د نبوت او رسالت دا سلسله له ادم عليه السلام څخه شروع او پر محمد صلی الله عليه وسلم ختمه شوې ده، د ده تر وفات وروسته د وحې او الهام دروازه د تل لپاره بنده شوې او نبوت ختم شوی دی. نور به پر دين د خلګو د ټينګ ساتلو لپاره د تبليغ مسئوليت تر قيامته د دې امت علماء ترسره کوي.
د دې دين نوم اسلام دی او د هغه په هکله الله په خپل کتاب کي ويلي چي هيڅکله به له خلګو څخه له دې پرته بل دين ونه مني. د اسلام لفظ چي په څه ډول د ټول دين لپاره استعمالېږي همدارنګه ځيني وختونه د دين ظاهر هم په اسلام سره يادېږي، د خپل ظاهر له مخې د دې پنځو شيانو نوم دی:
۱ ) د دې شاهدي ورکول چي له الله پرته بل معبود نه شته او محمد صلی الله عليه وسلم د هغه رسول دی. ۲ ) د لمانځه کول ۳ ) د زکات ورکول ۴ ) د رمضان روژې نيول ۵ ) د بيت الله حج کول.
د دين باطن ايمان دی، په قرآن کي چي د هغه کوم بيان شوی د هغه له مخې دا هم د دې پنځو شيانو نوم دی: ۱ ) پر الله ايمان ۲ ) پر ملايکو ايمان ۳ ) پر نبيانو ايمان ۴ ) پر کتابو ايمان ۵ ) پر اخرت ايمان.
ايمان چي کله په سم ډول زړه ته کښته شي او هلته ښه ځای ونيسي نو له خپل وجود څخه دوه شيان غواړي يو نېک عمل، دويم د حق او صبر وصيت.
له نېک عمل څخه مراد هر هغه کار دی چي د ښو اخلاقو په نتيجه کي را پيدا کېږي، د دې ټول اساسات په عقل او فطرت کي ثابت دي او د خدای شريعت انسانانو ته د همدې عمل لارښوونه کوي. د حق او صبر وصيت په خپل شاوخوا کي يو بل ته د حق او پر حق د ټينګېدو نصيحت کول دي، قرآن يې امر بالمعروف او نهی عن المنکر هم بولي يعني کوم شيان چي د عقل او فطرت له مخې ښه وي په خپل شاوخوا کي يې خلګو ته د کولو نصيحت وشي او څه چي بد وي له هغو راوګرزول شي.
په عامو حالاتو کي د ايمان غوښتنې همدا دي، مګر انسان چي په کومه دنيا کي اوسېږي او هلته پر ده کوم حالات راتلای شي نو پر دې سربیره درې نوري تقاضاوې هم پيدا کېږي: يو هجرت، بل نصرت، بل د انصاف کول.
که مومن بنده په کوم ځای کي د خپل رب عبادت نه شي کولای او د دين له وجې زورول کېږي ان خپل اسلام نه شي ښکاره کولای نو د ده ايمان ور څخه غوښتنه کوي چي د هغه ځای په پريښودو يو داسي ځای ته ولاړ شي چي هلته په ښکاره خپل دين وکړای شي. همدې ته قرآن هجرت وايي او کله چي رسول هجرت ته دعوت وکړي نو په داسي حالت کي هجرت نه کوونکو ته یې د دوزخ عذاب بيان کړی دی.
همدارنګه که ددين د خپريدو او ساتنې لپاره کوم اقدام اخيستلو ته ضرورت وي نو د ايمان تقاضا داده چي په ځان او مال سره د دين مرسته وشي، قرآن همدې ته د خدای نصرت وايي او د هغه غوښتنه داده چي که کوم وخت د ايمان دا تقاضا موجوده شي نو بايد د مومن بنده لپاره په دنيا کي تر دې بل هيڅ شی محبوب نه وي.
که په دې دنيا کي د انسان احساسات، حسد، ګټې او خواهشات د دين او دنيا په معامله کي د انصاف له لارې د هغه اوښتل وغواړي نو همدا ايمان تقاضا کوي چي بايد مومن بنده نه يوازي پر حق او انصاف ټينګ شي بلکي که د شاهدۍ غوښتنه ترې وکړي نو د خپل سر په بيه يې دا غوښتنه پوره کړي، حق ووايي، حق ته تسليم شي، انصاف وکړي، د انصاف شاهدي ورکړي او په خپله عقيده و عمل کي هيڅکله له انصاف پرته بل شی ونه مني. د دې لپاره قرآن د قيام بالقسط تعبیر غوره کړی دی.
په قرآن کي چي د دين کوم مقصد بيان شوی هغه تزکيه ده، معنا يې داده چي د انسان انفرادي او اجتماعي ژوند له بديو پاک شي او فکر و عمل يې اصلاح شي. په قرآن کي دا خبره ډېر ځايونه بيان شوې چي د انسان مقصد د جنت پاچاهي ده او د کاميابۍ دې مقام ته د رسېدو ضمانت د هغو کسانو لپاره دی چي په دې دنيا کي خپل ځان اصلاح کړي ځکه نو په دين کي اخيري مقصد د ځان اصلاح کول دي، د الله نبيان د همدې لپاره راغلل او ټول دين د همدې مقصد د تر لاسه کولو او دې هدف ته د رسېدو لپاره د انسان د هدايت په مقصد نازل شوی دی. د دې دين منونکي چي بايد په هغه د عمل لپاره کومه طريقه اختيار کړي هغه احسان دی، د احسان معنا ده يو شی په ښه طريقه عملي کول. شکل يې دادی چي انسان د الله بندګي په داسي طريقه وکړي لکه دی چي يې ويني ځکه که دی الله نه ويني نو الله خو دی ويني.
[1] د دې معنا داده چي يو شی د دين په ډول د ده مخته شوی وي او ده ور څخه منعه نه وي کړې.
[2] يعني له څه اختلاف پرته په مکمل اتفاق سره.
[3] يعني له څه پرې کېدو پرته نسل پر نسل د زده کړې، ليکنې، بيان او عمل په وسېله.
[4] يعني څه چي ختم شوي وو د هغو تر تازه کولو او په څه کي چي غلطي وه د هغې تر سمولو وروسته.