پوښتنه: د نن د غونډې لومړۍ پوښتنه له تاسو څخه داده چې يو بحث د مسلمانانو تر منځ دا کېږي چې د انبیاوو د لارښوونو دايره څه ده؟ ويل کېږي چې اسراييلو له دې لارښوونې څخه تېری وکړ چې هغوی دباندي راووتل او د سيدنا مسيح عليه السلام دعوت يې تر نورو پوري ورساوه او په بايبل کې هم دواړه تمايلات ليدل کېږي. يوه لور ته پکې ويل شوي دي چې يوازي تر خپلو ورکو رمو پوري خبره رسوي او بل لور ته حواريونو ته دا خبره کېږي چې ځئ ولاړ شئ او ټولو ته دا خبره ورسوئ. په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟ د انبياوو د دعوت او شريعت حدود څه دي؟ په موږ مسلمانانو کې يو بل نظر دا هم موندل کېږي چې په دعوت کې دننه به هم يوازي توحيد دباندي خلګو ته ور ايستل کېږي، مګر شريعت يوازي تر هغه قوم پوري محدود پاتې کېږي. د انبياوو د دعوت په اړه قرآن کريم څه لارښوونه کوي؟
جاويد احمد غامدي: الله تعالی چې کوم پیغمبران را لېږلي دي، د هغو لپاره يې دوه تعبيرونه غوره کړي دي: نبي او رسول. نبي هم د الله له خوا هدايت تر لاسه کوي او راځي او له الله څخه الهام اخلي او د الله له خوا ورته وحې کېږي، د الله هدايت تر خلګو پوري رسوي او د الله پيغام د خلګو په وړاندي بيانوي. رسول هم همدا کوي. د خلګو خبرول، بيدارول او د اخرت لور ته يې پام اړول، د هغوی را پاڅول او دا ورته ويل چې له دې عارضي ژوند څخه لوړ دې ته وګوري چې وروسته څه پېښېدونکي دي. دواړه همدا کار کوي. د نبيانو په اړه ويل شوي چې فبعث الله النبيين مبشرين و منذرين او د رسولانو په اړه يې هم په خاص ډول همدا خبره کړې ده رسل مبشرين و منذرين. په دې بنسټيز کار کې دواړه توپیر نه سره لري خو له نبيانو څخه چې يې څوک د رسولانو په توګه انتخاب کېږي، د هغو په اړه موږ ته له قرآن څخه دا مالومېږي چې هغوی د خدای د پرېکړي په توګه سره راځي. کله چې دوی د خدای د پرېکړي په حيث سره راځي نو لارښوونه، دين، پيغام هماغه دي چې د نبيانو دي. او د دوی کار هم هماغه د انذار او بشارت کار دی. خو د رسولانو په اړه دا ويل شوي دي چې کله دوی راځي نو هغوی د الله د پرېکړي په توګه سره خپلو قومونو او مستقيمو مخاطبينو ته راځي. پرېکړه خو د لار ورکو پرګنو لپاره وي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم هدايت هم د هغه د مستقيمو مخاطبينو لپاره وو چې رسول الله يې له منځه راپورته او په خپله يې ورته بلنه ورکړه او د سيدنا مسيح عليه السلام دعوت هم د بني اسرائيلو لپاره وو. کله چې د الله پرېکړه وشي، دا نو د الله د هغه الهي سنت ظهور وي چې په سورت يونس کې په دې ډول بيان شوی دی چې ولکل امة رسول فاذا جآء رسولهم قضی بينهم بالقسط وهم لا يظلمون يعني کله چې هم يوه قوم ته رسول راځي نو د هغه تر مستقيم دعوت وروسته د خدای پرېکړه کېږي.
دا پرېکړه په هماغه ډول کېږي لکه د اخرت په ورځ چې د ټولو خلګو په تړاو کېږي. د پرېکړي تر کېدلو وروسته په دې کې هيڅ شک نه شته چې که صالح عليه السلام خپل قوم ته راغلی وي نو د ده پرېکړه د ده د قوم لپاره وه. او که مسيح عليه السلام د خپل قوم لپاره مبعوث شوی وو نو د ده پرېکړه د بني اسرائيلو لپاره وه. او رسول الله چې په بني اسماعيلو کې مبعوث شو او يا هم د اهل کتابو لور ته د دعوت کولو ورته وويل شول او يا هم ده تر دې وړاندي خپل دعوت بيان کړ، نو د ده چې کوم مخاطبین وو، پرېکړه يې هم د هماغو لپاره وه. د پرېکړي په اړه دا خبره بلکل روښانه او سمه ده او په دې اړه په بايبل او انجيل کې هم د سیدنا مسيح عليه السلام دا ډول لارښوونې شته چې د ده پرېکړه بيانوي. يعني هغه لارښوونې دا وايي چې که زه معجزې ښيم، يا هم زه بينات او نښې دې خلګو ته ور ښيم، يا هم خلګ زما په وسېله رغېږي او يا هم زه کليو ته په تللو د دوی دروازو ته ورځم، نو په دې کې نور قومونه هيڅ دخيل نه دي.
بله خبره داده چې رسول او نبي چې کوم هدايت راوړي، نو موږ ته مالومه ده چې هدايت دوه ډولونه لري: يو ډول هدایت هغه دی چې قرآن کريم يې الحکمة بولي. يعني د دين فلسفه، د دين حکمت او د دين اساسات. دا چې دا څه دي؟ دا يې هم روښانه کړي دي او ويلي يې دي چې له ايمان او اخلاقو سره تړلي شيان دي. يعني هغه کوم شيان دي چې بايد انسان يې د خپلې اخلاقي سپېڅلتيا لپاره ومني؟ همدې ډول هدايت ته الحکمة ويل کېږي. د هدايت دويم ډول قانون او شريعت دی. د قانون او شريعت معنا يوه ده. همدا وجه ده چې الله تعالی چې ټول تورات يو قانون ګرزولی دی نو د تورات معنا هم قانون ده او دا چې انجيل يوازي بشارت دی نو د انجيل معنا هم بشارت ده. له همدې وجې چې کوم شريعت او يا هم قانون دوی ته ورکول کېږي او د نن په اصطلاح کې که ورته قانون واياست او يا هم د دين په اصطلاح کې ورته شريعت وواياست نو کله چې د همدې شريعت مطالعه په غور سره کوئ نو کولای شئ چې په ډېري اسانۍ سره یې پر څلورو ډولونو ووېشئ. يعني کله چې يې مطالعه کړئ نو پوهېدلای شئ چې په عمومي توګه څلور ډوله احکام پکې راغلي دي.
که د احکامو لنډيز وکړو نو ويلای شو چې هغه احکام چې تر يوه فرد، د ټولنې تر يوې طبقې، تر يوې ډلې او يا هم تر يوه وخت پوري ځانګړي وي. زه به يې څو مثالونه بیان کړم.
نبي عليه السلام ته د ده د ودونو په اړه په سورة الأحزاب کې امر وشو. په ښکاره سره ورته ويل شوي دي چې خالصة لک من دون المؤمنين. يعني د نکاحوو چې کوم قانون دی او ځيني بنديزونه پکې لګول شوي دي يو بنديز پکې دادی چې له دې دايرې دباندي ته نکاح نه شې کولای، او په امهات المؤمنين کې چې کومو ښځو تر تخيير وروسته هم ته ومنلې بلکې دا يې د ځان لپاره ویاړ وګڼله چې له تا سره پاتې شي نو ته ورته طلاق هم نه شې ورکولای. او په خپله د امهات المؤمنين په اړه دا قانون هم بیان شوی دی چې دوی د مسلمانانو مندې دي او څوک ورسره نکاح نه شي کولای. دا له افرادو سره تړلي قوانين دي، دا هم شريعت دی او په شريعت کې بيان شوي دي خو دا ابدي شريعت نه دی. دا يو ډول احکام شول. همدې ته ورته يو بل حکم هغه وو چې صحابه وو ته وویل شول چې د رسول د ملګرو په توګه به د الله عذاب ستاسو په لاسونو سره راځي او د سورت التوبې اصلي مخاطبين همدوی دي او دوی ته يې مسئوليت ورکړی دی چې پر چا د الله رسول خپل حجت پوره کړی دی نو پر هغو عذاب ملايکې نه راولي، بلکې تاسو پرې عذاب راولئ. دا هم الله روښانه کړې ده چې يعذب الله بايديکم. دا خبره يې په ښکاره الفاظو کړې ده او دا شو يو مثال.
تر دې وروسته نور احکام هغه وي چې د يو موقتي تدبير په توګه ورکول کېږي. د دې هم يو تر ټولو ښه مثال هغه دی چې کوم خلګ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راتلل نو په قرآن کې ورته وويل شول چې کوم خلګ په خلوت کې ليدنه غواړي هغوی دي د غريبانو لپاره يو مرسته او انفاق هم وکړي، تر دې وروسته به ورته په خلوت کې ورته د ليدنې اجازه ورکړل شي. که تاسو د دې شاليد ته وګورئ نو درته مالومه به شي چې د دې حکم دلیل څه دی؟ يعني منافقين به راتلل، هغوی به ويل چې موږ غواړو بېل درسره ووينو او بيا به له نبي عليه السلام سره د خپلې لیدنې په اړه مبالغه کوله او دا به يې ویل چې موږ خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډېر نژدې يو، زموږ خبرو ته غوږ نيسي او يوه کوچنۍ خبره به يې سره پېچله او يوه بله خبره به يې ترې را ايسته او په دې توګه به يې يو فتنه جوړوله. د دوی د حوصلې ماتونې لپاره همدا حکم ورکړل شو. تاسو همدا حکم چې په قرآن کريم کې ورکړل شوی دی، ولولئ. تر دې حکم وروسته سمدستي دا ویل شوي دي چې په دې حکم سره د کومې اصلاح راوستل مطلوب وو، هغه شوې ده، نو اوس د دې حکم پابندي کول هم نور نه شته. دا يو موقتي تدبير وو چې عملي شو. دا د احکامو دويم ډول شو.
همدې ته ورته يو بل تدبير هغه وو چې ښځو، د نبي عليه السلام مېرمنو او لوڼو ته دا حکم وشو چې کله تاسو دباندي وزئ او په خاص ډول سهار او ماښام چې به ښځې د رفع حاجت لپاره وتلې ځکه د هغوی ټولنه کليوالي غوندي وه، دوی ته وویل شول چې لوی – لوی پړوني پر سر کړئ تر څو وپېژندل شئ او که کوڅه ډب خلګ مو تنګوي، بيا به اسانه وي چې د هغو پر خلاف يو اقدام وشي. دا هم يو موقتي تدبیر او حل وو. يو نازک حالت را پيدا شوی وو او ځينو خلګو غوښتل چې يو سپکاوی وکړي، د همدې لپاره دا حکم ورکړل شو. په دې اړه نور مثالونه هم ورکول کېدلای شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د تهجد د لمانځه امر هم له لومړي ډول سره تړاو لري او ورته ويل شوي دي چې نافلة لک. ډېر داسي احکام چې تر نبي عليه السلام او يا بل هر پيغمبر پوري ځانګړي وي، يا هم تر يوې ډلې پوري ځانګړي وي لکه ځيني احکام چې تر بني اسرائيلو پوري محدود وو، يعني بني اسرائيل د الله انتخاب شوې ډله ده او د يوې انتخاب شوې ډلې په توګه سره ځيني احکام دوی ته ورکړل شول. لکه ځيني احکام چې تر رسول الله او يا هم امهات المؤمنين پوري ځانګړي وو، همداسي د دوی لپاره هم ځيني احکام ځانګړي وو. د موقتي حللارو هم عيني همداسي کيسه ده او که تاسو تورات در وګورئ نو د داسي موقتي حللارو اړوند يو باب پکې شته دی. د مثال په ډول دا چې قبله به څه وي، يا هم دا چې څرنګه د الله د عبادت يو ځای جوړ کړي؟ په دې اړه ډېري تفصيلي لارښوونې بيان شوې دي. دا د موقت وخت لپاره وو. همداسي نور ځیني احکام شته دي چې له قاضيانو سره تړاو لري او يا هم له ځينو پرېکړو سره. دا يو بل ډول شو، موقتي حللارې د هغه وخت اړتيا وه او ورته وښوول شوه.
درېيم ډول احکام هغه دي چې سد للذريعه بلل کېږي. يعني د الله تعالی په نظر ځيني شیان داسي دي چې خلګ بايد ترې وساتل شي. نو هم په هغه زمانه او هم په وروسته زمانو کې هغه کوم اسباب دي چې خلګ همدې ممنوعه شيانو ته بېولای شي؟ همدې ته په پام به د دې مثال څه وي؟ يو مثال يې داسي دی چې که د راکړې – ورکړې کومه معامله کوئ نو ليکئ، شاهد نيسئ، شونې ده چې سبا شخړې پېښي شي. دا ټول شيان سد الذريعه دي يعني خبره داده چې اصلي مطلب دا نه وي چې همدا طريقه دي انتخاب شي، ته کولای شې همدا طريقه په راتلونکې کې تغيير کړې. که نن د ليکلو اړتيا نه وي او تاسو يوه بله وسيله دې ته پيدا کړې ده، شونې ده چې په راتلونکې کې ټيکنالوژي د دې لپاره بل څه را پيدا کړي. خو دا شيان هيڅ معنا نه لري، دلته هدف مهم دی او کومې لارښوونې چې شوې دي، هغه تر هغې زمانې پوري تړاو لري او دا شيان داسي دي چې بايد تل ورته پاملرنه وشي ځکه اصلن په هغو کې هيڅ تغيير نه راځي او د سد ذريعې شيان دي. دا درېيم ډول شو.
څلورم هغه ابدي احکام دي چې په مستقله بڼه سره ورکول کېږي، او دا احکام انسانانو ته ورکول شوي دي، د تل لپاره ورکول شوي دي، دا احکام د ټولو لپاره دي او دا احکام د ټولو پيغمبرانو په لارښوونو کې د ټولو لپاره وي. نه لمنځونه د چا لپاره ځانګړي کېدای شي، نه روژې د چا لپاره ځانګړې کېدای شي، نه قرباني د چا لپاره ځانګړې کېدای شي. په دې کې که کوم تمدني بدلون راځي نو هغه دادی چې د يو شي مقدار کم او يا زياتېږي. د مثال په ډول د څارويو زمانه ده نو د قربانۍ احکام به زيات وي، او که څاروي نه وي نو داسي احکام به کم وي. شونې ده چې په دغسي حالت کې قرباني فرض شي او وروسته يو نفلي عمل وګڼل شي. د الله هغه شريعت چې ابدي شريعت وي او ډېره برخه همدا وي، او دا نو د تل لپاره وي، د هر چا لپاره وي او د هر قوم لپاره وي، هيڅوک هم دا حق نه لري چې منسوخ يې کړي. همدا هغه خبره ده چې په انجيل کې سيدنا مسيح عليه السلام کړې وه چې زه د تورات د پوره کولو لپاره راغلی يم، نه د هغه د منسوخ کولو لپاره. په دې توګه په شريعت د پوهېدنې په لړ کې ځيني خلګ تېروتلي دي او هغوی د لومړي، دويم او درېيم ډول احکامو نوعيت ته په پام سره د نورو احکامو په اړه هم همدا نظر ورکړ. دا پر خپل ځای يوه تېروتنه ده او همدا تېروتنه سينټ پال وکړه. زما په اند په دې اړه سم نظر دادی چې د الله د پيغمبرانو هدايت هيڅکله هم د يوه قوم لپاره نه وي بلکې د هغوی هدايت نړيوال وي ځکه چې بنياد يې نړيواله رښتنولي وي او تر اخرته د انسانيت د کاميابۍ وسيله د الله د پيغمبرانو هدايت دی په خاص ډول هغه هدايت چې د قانون په بڼه دی. او د لومړۍ برخې يعني د الحکمه، يا هم د دين د فلسفې او ايمان او اخلاقياتو د تغيير هيڅ شونتيا نه شته خو په قانوني برخه کې همدا څلور بېلابېلي کټګورۍ شته دي چې بايد وفهمول شي، نو په دې توګه کېدلای شي چې د دې مسلې حقيقت روښانه شي.
پوښتنه: مننه چې په تفصيل سره مو موضوع روښانه کړه او د يوه ساينس په توګه مو واضح کړه چې د شرعي احکامو ډول او نوعيت څرنګه وي. په وروستيو خبرو کې تاسو وويل چې له سينټ پال څخه کومه تېروتنه وشوه، وجه يې همدا وه چې د احکامو په همدې فرق او توپیر نه وو پوه شوی. د مثال په ډول ده وويل چې د ختنې چې کومه ديني لارښوونه ده دا د غير بني اسرائيلو لپاره نه ده. دا اصلن د هغو کټګوريو په حساب په څلورمه کټګوري کې راتله، يعني هغه احکام چې عمومي دي او د ټولو لپاره دي، دا ډول احکام نوموړي نه شوای منسوخ کولای ځکه دا خو نه موقتي احکام وو او نه هم سد الذريعه وو او نه هم دا احکام له کوم ځانګړي قوم سره تړاو درلود. نو ستاسو په اند له نوموړي څخه په دې اړه تېروتنه وشوه؟
جاويد احمد غامدي: هو، او په دې اړه مسلمانانو هم تېروتنې کړې دي. د مثال په ډول د صحابه کرامو چې کوم اقدامات دي نو ځينو علماوو هغه اقدامات تعميم کړي دي. ځیني وختونه تېروتنه په دې کې کېږي چې يو شی منسوخ کېږي، او ځيني وختونه د يو شي په تعميم کې کېږي. تېروتنې خو کېږي او کومه تېروتنه چې سينټ پال وکړه نو هغې مسيحيت بلکل ختم کړ او که بيا تېروتنه يوازي تر شريعت پوري محدوده وای نو بيا هم يوه خبره وه خو تر دې ها خوا ته دوی له فلسفې څخه په اغېزمنېدلو د دين الهيات په نورو ما بعد الطبيعيات شيانو بدل کړل. دا تر هغې ډېره لويه تېروتنه ده او له همدې وجې قرآن کريم پرې بحث هم کړی دی. د مثال په ډول د سيدنا مسيح عليه السلام په اړه دا عقيده وه چې دی د ذات باري تجسيم دی. يعني د ذات باري جسماني ظهور دی. زما په اند دا تر هغې هم لويه تېروتنه وه.
پوښتنه: غامدي صيب، که دا هم راته وواياست چې دا څلور ډوله کوم احکام دي په هغو کې لومړی ډول تر پيغمبر پوري ځانګړی دی، دويم د هغه وخت يو تدبير يا هم حل دی، درېيم سد الذريعه دي. کله چې له بېلابېلو پيغمبرانو سره شريعت بدلېږي، نو عقل خو دا وايي چې که په دې درو لومړنيو ډولونو کې کوم تغيير راشي نو حالاتو ته په پام سره پرې پوهېدنه اسانه ده، خو څلورم ډول چې مستقل بالذات دی او تړاو يې هم له ټولو انسانانو سره دی، نو که په دې ډول کې کوم تغيير راځي، وجه يې څه ده؟
جاويد احمد غامدي: پر دې ډول ځيني وختونه تمدن اغېز لري لکه ما چې همدا اوس مثال بيان کړ چې که زمانه د څارويو وي نو د قربانۍ عبادت به ډېر ارزښت ولري، ځکه همدا شيان به ستاسو په شاوخوا کې موجود وي او که همدا وخت تېر شوی وي، نو ښکاره خبره ده چې اهميت به نه ورکول کېږي. که تاسو بايبل وګورئ نو درته مالومه به شي چې سهار او ماښام د قربانيو عبادت کېده، يعني د لمانځه په څېر تاکيد پرې شوی دی خو کله چې خبره تر موږ پوري را ورسېده نو قرباني په هر صورت نفل شوه، تر دې چې په حج کې هم قرباني کول نفل کار دی. دا تغيير ولې راغی؟ دلته داسي نه دي شوي چې د قربانۍ عبادت ختم کړل شوی دی بلکې نن هم عبادت دی او لوی عبادت دی او ان دا چې په عباداتو کې اخيري عبادت دی ځکه تاسو له الله تعالی سره د خپل تړاو د څرګندونې په موخه د خپل ځان د قربانۍ په توګه حيوان قربانوئ، دا يو ډېر لوی عبادت دی خو البته حيثيت يې تغيير شوی دی او اوس زموږ لپاره د يوه فرضي عمل پر ځای نفلي عبادت دی.